امنیت

دهلمند ولايت دنوزاد ولسوال او ديوې امنيتي پوستې قوماندان پرون دبريد له امله ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دهيواد په جنوب کې  دهلمند ولايت  يوه امنيتي خبرځاى وايي  چې  دنوزاد ولسوال  اودپوليسو يوافسر  دپوليسو  ديو سرتيري  په ډزو کې ووژل شول  او ددغې ولسوالۍ دملي امنيت مدير  ټپي شوى دى .
  ويل کيږي چې  يرغلګر  سرتيري  دامنيتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې  ټپي شوى دى .
يوه امنيتي خبرځاى چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه  باختراژانس ته وويل دغه پيښه پرون له غرمې وروسته  هغه وخت رامنځته شوه چې  دنوزاد ولسوال  دپوليسو  له يوشمير افسرانو اودملي امنيت له مامورينو سره په امنيتي غونډه کې ګډون درلود چې دپوليسو سرتيري په ډزو لاس پورې کړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې ددغو ډزو له امله  دنوزاد ولسوال  سيدمراد سادات  اوديوې امنيتي پوستې قوماندان شمس الله  ووژل شول او ددغې ولسوالۍ  دملي امنيت مدير ټپي شوى دى .
ويل کيږي چې  دغه امنيتي غونډه  دنوزاد ولسوالۍ  دملي امنيت  دمدير له خوا  جوړه شوې وه .
  په همدې حال کې  دهلمند ولايت  امنيتي مقامات  دغه پيښه تاييدوى خو  له امله يې  دسرداوښتى زيان په باب  څه وايي .
تراوسه پورې  دپوليسو دسرتيري  دډزو اصلي انګيزه او دغونډې  خونې  ته دهغه  دننوتو  دڅرنګوالي په باب  څه دى ويل شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته