کابل باخترد وږي دمياشتې ٣ :
اووه تنه ياغي طالبان چې په جلاجلا توګه يي داختر په ورځو کې يي په زابل ولايت کې دنظم د ګډوډلو نيت درلود نيول شوي دي.
دغه ياغيان دنيکمرغه کوچني اختر په دريو ورځو کې دزابل ولايت په مرکز اوولسواليو کې دافغان پوځيانو دعملياتو په بهيرکې له يوي اندازي جنګي وسايلو اوبمونوسره نيول شوي دي.
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمدشيرزاد باختراژانس ته وويل چې دغه يرغلګر طالبان په د اسې حال کې چې دقلات ښار اودشاه جوي ، ارغنداب اودخاک افغان دولسواليو په مربوطاتو کې يې دترورستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود، نيول شوي دي .
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې يوبل يرغلګرطالب وژل شوي دي
دزابل ولايت دپوليسو مسوول وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلي