فرهنګ

دهغه کتاب نوم چې نوى چاپ شو. ( نيروي خنده )

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دنفيسې خوش نصيب غضنفرليکنه د ( نيروي خنده )  تر عنوان لاندې کتاب نوى چاپ  شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دغه کتاب د زروټوکو په  تيراژ په نهو فصلونو او ٢٦٥ مخونو کې چاپ شوى دى.
نفيسې خوش نصيب دنيروي خنده په کتاب کې د دغه اثر په نهو فصلونو کې دښادې اروا پوهنې ته  په کتنې سره له  پديده خنده ، خنده  و اثرات روحى و جسمي آن ، دوستان و مخالفان خنده سره په  بلدتيا سره خپل   ذهن په  ښه  توګه  وپيژني . خنده  ونبوغ  معنوى ،رابطه عشق وشادى ، ورزش ،خنده د تغذې او شادي   يې  دليل ته  اشاره کړې  ده او معلومات يې ورکړي دي دې په دې کتاب کې څرګنده کړې ده چې خندا يوه آسماني وړيا او ارزښتناک سوغات دى  چې له زحمت او خرڅ پرته کولاى شو هغه  وکارو او ټينګاريې کړى دى چې د افغانستان په شان په  بيرته پاتې ټولنو کې خندا  او دهغې پايلو ته ارزښت نه ورکول کيږي.  البته چې په لوړ غږ سره خندا د اسلام دمبين دين په نظر لکه څنګه چې غږ  د کور له څلورو ديوالونو څخه بهر شي، اجازه نشته خو بى غږه  او د موسکا خندا نه نارينه  او  نه  ښځو ته ممانعت ته لري.
دليکوالې څو نور آثار او شرعي ټولګې هم  چاپ  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته