ټولنه

دهرات ښځې : د ښځينه ښوونکو دجذب په بهيرکې شفافيت نشته

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د هرات ښار د ښوونځيو يو شمير ښځينه ښوونکو  د آزادې سيالۍ له  لارې داستخدام په بهيرکې  د زيات شفافيت  درامنځته کولو غوښتنه وکړه.
يو شمير ښځينه ښوونکي چې د هرات له والي  سيدفضل الله وحيدي سره يې کتلي دي  د هغو ځينوخنډونو دشتون  يادونه کړې ده چې  د آزادې سيالۍ په بهير کې دښځو د ونډې   دکمښت سبب شوي دي .
دوي په  بيلابيلو دولتي ادارو   په تيره بيا  په  ښوونځيو کې  په ملي بهېرونو کې دګډون په خاطر د ښځو  دعلاقمندۍ  زياتوالي ته  په اشارې سره   دښځو دګډون دزمينو دبرابرولو او ښځينه ښوونکو ته د زياتو  امتيازونو  د ورکولو غوښتنه وکړه.
دهرات والي سيدفضل الله وحيدي هم  د ښځو اوپه تيره بيا دښوونکو د ستونزو دڅيړنې په خاطر د همکارۍ  ژمنه   وکړه.
وحيدي د دولتي ادارو په  جوړښت کې د ښځو دګډون دعلاقمندۍ د زياتوالي هرکلى وکړ او ويې ويل ، سيمه ييزه  اداره هم  علاقمندو ښځو ته  اميتاز مني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته