دهرات ښار دترانزيتي حلقوي واټ دجوړولو کار پيل شو
کابل باختر دتلې ٥
دهرات ښار دحلقوي واټ دجوړولو پروکرام نن پيل شو. دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا باختر آژانس ته وويل چې دهرات ترانزيتي حلقوي واټ دڅلورو کېلومترو په اوږدوالې د ديرشو مليونو ډالرو په لګښټ په څلور پړاونوکې په نړيوال ستندردونو جوريږي.
دهرات ښار دحلقوي سړک دجوړولو طرحه چې دې باى پس په نامه ياديږي، دهرات د والي ډاکتر داود شاه صبا له خوا يوکال مخکې ترلاس لاندې نيول شوى.
دهرات سيمه ييز مسوولين وايي: دغه پروګرام چې دهرات ښار ته څيرمه ديو ترانزيټي واټ جوړول پکې شامل دى، باروړونکې وسايط له ښار څخه بهر او لارې دصنعتى ښار ګوټې او دهرات قندهار لوى لارې ته لارښوونه کوي.
مسوولين وايي چې دغه واټ په باروړنکو وسايطو دتګ راتګ داسانتيا وپه موخه جوړشي چې په هرات ښار کې دترافيکې د ګڼې ګوڼې په کمښت برسيره ترانسپورتي او تجارتي شرکتونو ته دې بې سارې ترانسپورتي او ترانزيتي اسانتياوې برابروي.
پخوا باروړونکې د وسايطو د ورځې له خوادمناسب تګلورې د نشتوالى په خاطر په هرات ښارکې دتګ راتګ اجازه نه درلوده چې دا کار په کال کې ترانسپورټي او تجارتي شرکتونو ته دمليونونو ډالرو تاوان سبب شوى دى.
تر سره شوې څيرنې ښيي چې له هرات ښار څخه د ورځې له خوا د سترو باروړونکو وسايطو ته تګ راتګ په کال کې دهيواد ملي اقتصاد ته څه ناڅه سل مليونه ډالره زيان رسوي او ددغه واټ په جوړولو سره په ددغه زيان مخه نيول کېږي .
ديادونې وړ ده چې ددغه واټ په جوړولو سره ترانزيټي او دښار دتګ راتګ په تيره يه بيا دخصوصي سکتور ستونزې لرې کېږي.