ښوونه او روزنه

دهرات پوهنتون دليليې پرانستل .

کابل باختر د لړم  نهمه :
دهرات پوهنتون محصلانو ته ليليه جوړه شوه .
دغه ليليه  په معياري  او عصري ډول جوړه شوې ده او ويل کيږي  چې زر تنه محصلان پکې ځاييږي .
کتابتون ، پخلنځي  ، دکنفرانس  سالون ، تفريحي ځاى ، شنې  او ښکلې ساحې ددغې ليليې جزئيات دي .
په هرات ولايت کې يوې سيمه ئيزې سرچينې دباختراژانس خبريال  ته وويل چې دغه ليليه دمرستندويو  بنسټونو په مرسته او دلوړو زده کړو وزارت له خوا جوړه شوې ده .
مخکې له دې  ددولت په مليونونو افغانۍ دمحصلانو دليليې  لپاره دکور دکرايې په خاطر ورکول کيدې .
ددغې ليليې  په جوړيدو سره په سلګونو تنه محصلان داستوګنې لپاره دمناسب ځاى دنشتوالي له ستونزې څخه وژغورل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته