کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دهرات پوهنتون داستادانو ټولنې په فعاليت پيل وکړ .
دهرات پوهنتون داستادانو ټولنه ددغه پوهنتون داستادانو په نوښت او داستادانو دصنفي حقوقو ددفاع او دعلمي څيړنيزو فرصتونو دبرابرولو لپاره د زمينې دبرابرولو په خاطر جوړ شوى دى .
دهرات پوهنتون رييس پوهندوى ډاکتر عبدالله فايز ددغې ټولنې جوړول دګډو موخو په باب دکاراو دهرات پوهنتون دچارو دپرمختګ اوښه والي لپاره ارزښتناک وبلل . او ويې ويل دهرات پوهنتون دمشرتابه هيئت دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دقوانينو او دلوړو زده کړو وزارت دقوانينو په چوکاټ کې په ټول توان سره ددغې ټولنې تر څنګ ولاړ دى او دهغې دفعاليتونو ملاتړ کوي .
دهرات پوهنتون رييس زياته کړه دغه ټولنه ددغه پوهنتون داستادانو ترمنځ دهمکارۍ او وحدت رامنحته کيدو سبب کيږي . چې استادان له پخوا زيات دپوهنتون دحالت دښه والي او پرمختګ لپاره له يوبل سره همکار واوسي .
په همدې حال کې دهرات پوهنتون داستادانو دټولنې رييس پوهنمل خليل احمد فضل دټولنې دجوړولو موخه دپوهنتون په دننه اوبهر کې داستادانو دحقوقو دفاع وبلله او زياته يې کړه _ دهغې اصلي موخې تر څنګ چې هماغه داستادانو دحقوقو دفاع ده ، دغه ټولنه به له ډول ډول او بيلابيلو پروګرامونو څخه په استفادې سره له دغه چاپيريال څخه بهر ته دپوهنتون درسالت دليږدونې په ګډون نور هدفونه هم تعقيب کړي .
ديادونې وړ ده چې ددغه ټولنې غړي دهرات پوهنتون ټول استادان دي او ټولنه به داوو کسيز مشرتابه هيئت تر څارنې لاندې او دبيلابيلو کميټو په قالب کې فعاليت وکړي .
1 1 دقیقه لوستل