امنیت

دهرات په کشک رباط سنګي کې دزبر ځواکو افرادو دزياتوالي له امله دخلکو شکايت

کابل باختردجوزا دمياشتې ٨ :
دکشک رباط سنګي دولسوالۍ يوشميراوسيدونکي شکايت کوي چې دزبرځواکو له خوا سخت وهل شوي او ډبول  شوي دي .
دغه کسان وايي  له دولتي څړځايونو څخه  داستفادې په دليل چې ددوي مسلم
حق دى  ديوشمير زبر ځواکو افرادو له  خواځورول شوې  او  وهل شوي  او  ډبول
شوي دي.
درباط سنګي دولسوالۍ سپين  ږيږو  او مشرانو دهرات له والي سيدفضل الله وحيدي سره کتلي دي   اوپه دغې ولسوالۍ کې  دلنډغرو افرادو دنيولو اوهغوي
ته دمجازاتو ورکولو غوښتنه  وکړه.
يوتن چې دزبرځواکوله خوا وهل شوى او ډبول شوى دى اودوهلو اوډبولو نښې يې په بدن کې شته وويل  چې دڅوتنو زبرځواکونوله وهل شوى دى .
دهرات والي سيدفضل الله وحيدي هم  ددغو افرادو دوهلو له امله  دخواشينۍ په ترڅ کې   دامنيتې قوماندانۍ مسوولينو ته لارښوونه وکړه  چې  ډير ژر دې دزبرځواکوافرادو  په نيولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته