کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دهرات والي محمد اصف رحيمي د ام تي ان دمخابراتي شرکت له لوړ رتبه هيئت سره په کتنه کې په لرو پرتو سيمو کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو دپراختيا غوښتنه وکړه .
په اسيا کې دام تي ان مرکزي دفتر رييس چې په دوبي کې موقعيت لري پرون هرات ولايت ته رسيدلي دى او په نږدې راتلونکې کې په هرات ولايت کې ددغه شرکت دمخابراتي خدمتونو دپيل خبرورکړ .
په دې کتنه کې دهرات والي دولسواليو په کچه مخابراتي شرکتونو ته دفعاليتونو دشرايطو دبرابرولو خبرورکړ او ويې ويل خلک له پرمختيايي چارو سره زياته علاقمندي لري .
دهرات دوالي دڅرګندونو له مخې ، دولسواليو خلک دمخابراتي شرکتونو دخدمتونو دپراختيا غوښتنه کوي .
دام تي ان شرکت دخپل شرکت دخدمتونو دپراختياتر څنګ په پام کې لري چې ددغه ولايت په يوشير پرمختيايي فعاليتونوکې هم ونډه واخلي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل