دهرات په فرسي کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : اووه تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول . په لسګونو تنو وسله والو طالبانو تيره شپه دفرسي ولسوالۍ په مرکز په بريد سره دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول . چې دجګړې په نتيجه کې دشپې ترناوخته پورې يې دوام وکړ اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول . ديوبل خبرله مخې ، يو تن د وژنې په تور دهرات ولايت دپوليسو له خوا ونيول شو . دغه سړى دهرات ښار د دولسمې ناحيې په اړونددباباحاجي دسيمې اوسيدونکى دى چې دوه ورځې مخکې يې دامام فخر رازي په سيمه کې يې يوتن د چړو په ګوزارونو سره ټپي کړ چې روغتون ته دليږدونې په لاره کې مړ شو دغه سړى دهرات ښار د څوارلسمې ناحيې په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا ونيول شو . ختم_ ج _ اکرم