امنیت

دهرات په شينډنډ کې دوسله والو طالبانو دډلې د ٤ تنو مهمو غړو نيول کيدل

 کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
د وسله والو طالبانودډلې ٤ تنه مهم غړي  دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې  دتروريستي فعاليتونوپه تور ونيول شول.
دغه کسان چې دطالبانو  دمشهور قوماندان ملاصبغت په ډلې پورې اړه لري  دعزم په نامه دبرياليو  عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دغو عملياتو کې دغه راز څه ناڅه لس کلي په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
سيمه ييزه اداره  ډاډ ورکوي چي دغه عمليات په بشپړه توګه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه دشينډنډ ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام مومي او دغه راز  دشينډنډ په ولسوالۍ کې  دخدمتونود کچې دلوړولو په  خاطر عمراني   او پراختيايي پروګرامونه ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته