امنیت

دهرات په امنيتي دستګاه کې ديونفوذي ياغي نيول کيدل

کابل باختردوږي دمياشتې١٢ :
يوياغي چې ويل کيږي دهرات ولايت په امنيتي دستګاه کې يې نفوذ کړى و دملي امنيت دځانګړو ځواکونوله خوا ونيول  شو.
حفيظ الله چې دهرات ښار اوسيدونکې دى تراوسه پورې يې په ښکاره په هلمند کې دسيمه ييز پوليس په توګه دنده ترسره کوله ديوياغې قوماندان په لارښوونه يې تراوسه دپوليسو په سرتېرو څوتروريستي بريدونه طرحه اواجراکړي دي .
دهرات دملي امنيت يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل: دغه ياغي دپوليسو په جامو کې دهرات-قندهار په لويه لاره کې په تروريستي عملياتو لاس پورې کاوه اوهم يې تراوسه پورې خپل څوتنه ملګري ژوندۍ طالبانو ته تسليم کړى دي .
حفيظ الله  په خپلو اعترافونو کې ويلي دي چي ده دطالبانو ديو قوماندان مولوي زين الدين په لاررښوونه په امنيتي دستګاه کې نفوذ کړې دي او تراوسه پورې يې په څو مواردو کې دپوليسو ځواکونه وژلي دي او هم يې ژوندي ياغيانو ته تسليم کړي دي . يو له هغو مواردو څخه  چې دغه ياغې په ترسره کولو يې اعتراف  کړي دي د دوو تنو سيمه ييزو پوليسو دتښتونې پيښه ده. دغه پوليسان په داسې  حال کې چې دخپل همکار په توطيې خبرنه و  ژوندۍ  وسله والو طالبانو ته تسليم شول.
دهرات دملي امنيت دغه خبرځاى وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې له دغه ياغي څخه  په تحقيقاتو سره په امنيتي او دفاعي دستګاه کې دطالبلانو په نورو احتمالي نفوذي افرادو برلاسي پيدا کړي.
دناټو غړو هېوادونو تل دافغانستان په امنيتي اودفاعي دستګاو کې دياغيانو دنفوذ له امله انديښنه څرگنده کړې ده..
په څو مواردو کې په امنيتي  اودفاعي دستګاو کې نفوذي ياغيانو دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې په بهرنيوپوځيانو اوافغان سرتېرو ډزې کړي دي او ديو زيات شميرکسانو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي .
دافغانستان دحکومت مقامات ددغو بريدونو دزياتوالې پرخلاف په غبرګون کې وويل چې دپوځي ځواکونو دجذب دسندونو په څيړنې سربېره يې په  امنيتي او دفاعي دستګاو کې دنويو کسانو دجذب په څرنګوالې کې بدلونونه  رامنځته کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته