امنیت

دهرات په استيناف محکمه کې ديوه شوکمار مجازات

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
دهرات ولايت داستيناف محکمې له خوا يوسړى  چې شوکمارۍ  او دوسله والې غلا په تور مجازات شو .
تورن  دهرات ولايت  داستيناف محکمې  درياست  دجزا د ديوان  په قضايي علني غونډه کې  چې ددغه ولايت داستيناف محکمې درييس قضاوتوال سيد عبدالغفار ذبير  په مشرۍ  جوړه شوه په شپږ کاله بند محکوم شو .
په دغه سړي  تور لګول شوى دى  چې څه موده مخکې کله يې چې غوښتل يوموټرسايکل  غلا کړى دموټرسايکل دخاوند  دمقاومت له امله له يوې تومانچې او له يوې  چړې سره  ونيول شو  او امنيتي ځواکونو ته وسپارل شو .
  تورن  په لومړنيو تحقيقاتو کې  په خپل جرم  اعتراف وکړ او دهرات ولايت  داستيناف محکمې درياست دجزا دديوان  په علني  غونډه کې  په شپږ کاله  تنفيذي بند  محکوم شو
  په دي غونډه کې يوسړى دډزو له امله چې دمړينې سبب شوې وې  په اووه کاله بند محکوم شو او دغه راز دغلا او داخلاقي فساد  دقضيو دوسيې  وڅيړ ل شوې  چې په نتيجه کې يې  دغه کسان  له څلورومياشتو څخه تر اتوکلونو پورې  په بند محکوم شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته