کابل باختر د وري څليرويشتمه
دهرات ښار يو تن اوسيدونکي پرون اته شپيته قلمه لرغوني او ارزښتناک آثار ددغه ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل .
په دغو لرغونو آثارو کې فلزي او ډبرين جنګي لوازم ، تورى ، خټين اومسي لوښي شته چې لرغونتيا يې يو زرو پنځه سوه کلونو ته رسيږي .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان سروريار باختر اژانس ته وويل چې ددغو آثارو پوره ارزښت څه دپاسه يو مليون ډالرو ته رسيږي .
دغه لرغوني آثار يوه هراتي پانګه وال حاجي عبدالحق صابري دساتنې لپاره په هرات کې ملي موزيم ته ورکړي دي .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس وايي دوى هلې ځلې کوي دافغانستان هغه لرغوني اثار چې دجګړو په بهير کې لوټ کړي شوي دي بيرته ترلاسه کړي .