ورزش

دهرات وب او دآزادۍ دټيمونوسيالۍ په يوه ګول سره برابره پاى ته ورسيده .

کابل باختر د تلي  شپاړسمه :
دهرات د دويم لاس دفوتبال سيالې نن سهار د هرات وب  او ازادي دټيمونو په لوبي سره دوام وکړ .
دهرات  ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې ددواړو ټيمونو ترمنځ  لوبه  برابره پاى ته ورسيده .
دغه  سيالۍ په هرات ولايت کې د دولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې :  دهرات د ولسواليو دجام دفوتبال سياليو پرون  مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
د هرات ولايت  د ورزشي آمريت مرستيال  ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل :  په دې لوبه کې دانجيل ولسوالۍ ټيم  د دوو په مقابل کې  په  دريو سره دکهسان پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ په  هرات کې داوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته