کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٠ :
د هرات والي له بزګرانو او مالدارانو سره د زيات ملاتړ په لاره کې دکرنې وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دهرات والي محمد آصف رحيمي دکرنې وزارت له معين عبدالقادر جواد سره په کتنه کې دبزګرانو جدي اړتياو او دولتي ملاتړ ته په شارې سره وويل ؛ دهرات ولايت بزګران دنشه يي توکو دکرکيلې دمخنيوي په لاره کې له نورو ولايتونو څڅه مخکښ دي چې بايد ملاتړ يې وشي .
دهرات والي په هرات کې دزعفرانو دکرکيلې دساحو زياتوالى له هيلو ډک وباله او دکرنې له وزارت څخه يې وغوښتل چې دزعفرانو د کروندګرو زيات ملاتړ وکړي.
ديوبل خبرله مخې : د کرنې او مالدارۍ وزارت معين دولايتي شورا له رئيس او
مرستيال سره وکتل او دبزګرانو داقتصاد دپياوړتيا په لاره کې يې ددغه وزارت
دپروګرامونو خبر ورکړ .
دولايتي شورا رئيس او غړودکرنې داصلاح شويو تخمونو دبرابرولو اودمالدارۍ برخې ته دزياتې پاملرنې په باب يولړ وړانديزونه طرحه کړل .
دکرنې وزارت معين په روانه مياشت کې دهرات ولايت بزګرانو ته داصلاح شويو تخمونو او د يوريا دکيمياوي سرې دويشلو دخبر ډاډ ورکړ او دغه راز ژمنه يې وکړه چې ددغه ولايت دکرنې او مالدارۍ دودې او پراختيا دپاملرنې په برخو کې دهرات ولايت داستازو ټول وړانديزونه له مرکز سره شريکوي.
0 1 دقیقه لوستل