ټولنه

دهرات والي دصنعتي ښارګوټې په پراختيا کې له سوداګرۍ وزارت په پانګې اچونې ټينګار وکړ .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي په دغه ولايت کې  دصنعتي ښارګوټې  دپراختيا او دصنعت اوسوداګرى  برخې دپياوړتيا په برخه کې دسوداګرۍ وزارت  دزياتې پانګې اچونې غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دهرات والي چې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت  له سرپرست  اجمل احمدي سره په کابل کې وکتل او داړتياوړ اسانتياو په برابرولو او دصنعتکارانو اوملي سوداګرو  دموجه غوښتنو په تحقق او دصنعتي برخې له سوداګرو او فعالانو دملاتړاړتيا ډيره جدي وبلله .
دسوداګرۍ وزير هم  دهرات والي داقتصادي نظر په هرکلي سره هيله وکړه چې په ګډو اقداماتوسره دهېواد  دصنعت او سوداګرى دمرکز په توګه  دهرات  مقام په ملي  او سيمه ييز کچه لاجوته شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته