ورزش

دهرات مسوولينو دلاجورد دلارې دبايسکل ځغلولو دټيم هرکلى وکړ .

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
دلاجورد لارې دبايسکل  ځغلولو ټيم ته دهرات مقاماتو اوخلکو تودهرکلى ووايه .
دهرات والي  عبدالقيوم رحيمي دلارجوردو لارې دبايسکل  ځغلولو ټيم دهرکلى په مراسمو کې ددغه ټيم دهلوځلو  قدرداني وکړه او ويې ويل: ورزش دروغتيا اوسلامتيا  ضامن دى  .
دهرات والي وويل چې له بده مرغه په ولايت کې ورزشي اسانتياوې له ستندردونو  سره برابرې نه دي. ده ټينګار وکړ چې هلې ځلې کوي چې ورزشکارانو ته زيات امکانات او اسانتياوې برابرې کړي .
داپه داسې حال کې ده چې دهرات ولايت لسو تنو بايسکل ځعلوونکو دوه مياشتې مخکې دسولې او ديواوبل دمنلو تر شعار لاندې دلاجورد لارې دتګلوري پنځو هېوادونو ته خپل ځمکنى سفر پيل کړ .
دغو بايسکل  ځغلوونکو خپل سفر له هرات ولايت څخه پيل  کړ او د ٤١٤٧ کيلومترو داوږدوالي په وهلو سره له ترکمنستان ، اذربايجان ، ګرجستان اوترکيې  څخه تېر شول .
دافغانستان دبدني روزنې مرستيال حميد الله کبير وايي دغو بايسکل  ځعلوونکو دافغانستان دخلکو سولې ،پرمختيا اوسرلوړي پيغام دلارجورد تګلوري هېوادونو ته ورساو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته