اقتصاد

دهرات صعنتکاران دمالياتو د معافيت غوښتنه وکړه .

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
دهرات ولايت صنعتکارانو نن  له انتفاعي ماليې  څخه دصنعتکارانو دمعافولو غوښتنه وکړه .
  يوه ډله پانګه وال دغه راز  دماليې درپوټ ورکولواوپه سلو کې لسو ته دمالياتو  کمښت  ددوى نورې غوښتنې وې  چې په اعتراضي غونډه کې بيان کړي .
وروسته له هغه چې حکومت  په واردونکو سوداګرو دماليې ورکولو قوانين  تعديل کړ اوس  دهرات ولايت  صنعتکاران هم  په يوه اعتراضيه غونډه کې  په دوى باندې دماليې  ورکولو  دقوانينو دتعديل غوښتنه وکړه .
  دهرات دصنعتکارانو  داتحاديې  رييس حميد الله خادم وايي  بايد حکومت  په صنعتکارانو دانتفاعيه ماليات لغوه کړي .  
مياشتني او ددرې مياشتني  رپوټ  ورکول  کلني رپوټ ورکولو ته تعديل کړي .
خادم دغه راز وايي  چې په صنعتکارانو ماليه بايد  په سلو کې له شلو څخه لسو ته کمښت ومومي .
  په همدې حال کې  دهرات ولايت يوشمير صنعتکاران وايي چې په وروستيو څوکلونوکې  حکومت دوى ته  لږه پاملرنه کړې ده .
په همدې دليل يوشمير صنعتکاران دخپلو شرکتونو  ددروازو تړلو ته اړ شوي دي .
ددغو شرکتونو خاوندان وايي  که چيرې  پر دوى باندې مالياتي قوانين تعديل نه شي  دوى به  خپل شرکتونه وتړي  خو  دهېواد دماليې وزارت وياند  اجمل حميد  عبدالرحيمزى  وايي چې له مياشتني او درې مياشتنيو څخه کلني ته  دصنعتکارانو درپوټ ورکولو دقانون دتعديل  لپاره  يوه کميټه  جوړه شوې ده
  دعبدالرحيمزى دڅرګندونوله مخې : دغه طرحه د قوانينو دکميټې له خوا تاييده شوې ده او ټاکل شوې ده  چې دافغانستان کابينې ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته