اقتصاد

دهرات د ګذرې د اوبو له کانال څخه د زرګونوهکتاره ځمکې اوبه تامينې شوې

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
دهرات په ګذر ې ولسوالۍ کې د اوبو د يوکانال او بند په جوړولو سره د زرګونوهکتاره ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه.
دغه کانال او د اوبو بند د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې په مرسته جوړ کړى دى .
د هرات د کرنې اواوبو لګولو د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د اوبو د دغه کانال او بند په جوړولوسره د ٩٠٠٠ هکتاره ځمکې د اړتيا وړاوبه تامينې شوې.
بزګرانو د دغه کانال د جوړولوهرکلى وکړ.
کارپوهان وايي چې د هېواد د اوبو په منابعو د بندونو جوړول به د افغانستان د اقتصاد د ښه والي سبب شي.
افغانستان په وروستيو څوکلونوکې د سلما ، کمال خان، شاه اوعروس او د سوختګ په ګډون د څوسترو اوکوچنيوبنډونود پرانيستلو ډګر و .
ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته