امنیت

دهرات ديوه وکيل په ساتوونکو بريد

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٥  :
د هرات دولايتې شورا ديوه  استازي سيدعظيم کبرزاني يو ساتوونکى په يوه وسله واله نښته کې ټپي شو.
دغه پيښه پرون ماښام دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ د پوران په  سيمه کې  هغه وخت رامنځته شوه چې دسيدعظيم کبرزاني  په يوه ساتوونکى او دهغه په ملګري دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو.
د ولايتي شورا دامنيتي کميټې  مسوول ډاکترحديد وويل ؛ په دې پيښه کې يو موټر سايکل چلوونکى  ووژل شو او دکبرزاني ساتوونکى ټپي شو.
دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې :  ټپي تر درملنې لاندې  دى.
په همدې حال کې دهرات دولايتي شورا استازى سيدعظيم کبرزاني ددغې پيښې  دتائيدولو په ترڅ کې وويل ؛   تراوسه پورې ددغې پيښې علت نه دى مشخص شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته