امنیت

دهرات ديوه اوسيدونکي دوژنې په تور ٤ تنه ونيول شول.

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
څلور تنه دهرات و لايت  په  غوريانو ولسوالۍ کې دوژنې په تور ونيول شول.
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې درې ورځې مخکې يې  دغوريانو ولسوالۍ  دخواجه ګانو دزيارت په سيمه کې يو ٥٥ کلن سړۍ دچړو په  ګوزارونو سره وژلى دى.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل  .
په نيول شويو کسانو کې دمقتول دميرمنې په ګډون دده دکورنۍ څلور تنه غړي شامل دي  چې دغوريانو ولسوالۍ دا منيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته