اقتصاد

دهرات دنړيوال هوايي ډګر دپراختيايي پروګرام کار به په نږدې راتلونکې کې پيل شي .

کابل باختر د زمري لسمه : دملکي هوايي چلند دادارې رييس محمود شاه حبيبي نن دخپل کار په دفتر کې دايټاليا د تک نيتل شرکت له مسوولانو سره چې د هرات دنړيوال هوايي ډګر دامکان سنجولو دمطالعاتو دقرارداد مسووليت په غاړه لري وکتل . دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دملکي هوايي چلند دادارې رييس وړاندې شوي رپوټ په تخنيکي اومسلکي لحاظ وڅيړه . دملکي هوايي چلند دادارې رييس دتخنيکي نظريو او وړانديزونو په څيړنې سره لارښوونه وکړه چې ځينې تخنيکي نظريې دې دهرات دهوايي ډګر دپراختيا او دهغه دلومړني ډيزاين په کار کې شامل شي . ددغه شرکت مسوولانو دهرات دنړيوال هوايي ډګر دپراختيا دپروګرام دمطالعاتو په باب دخپلو وروستيو اجرااتو رپوټ دملکي هوايي چلند دادارې لوى رياست ته وړاندې کړل . او ايټاليا دهرات دهوايي ډګر دپراختيا دمالي لګښت په ورکړې ژمنه کړې ده چې دلومړنيو مطالعاتو او ډيزاين او دنقشې له بشپړيدو وروسته له نړيوالو معيارونو سره سم ديو نړيوال هوايي ډګر لپاره ټول ضروري تاسيساتو له بشپړيدو وروسته عملي کار به يې په نږدې راتلونکې کې پيل شي . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته