ورزش

دهرات دفوتـسال سيالي دوام لري

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په هرات ولايت کې پرون دفوتسال دلومړي لاس دليک سيالۍ پرون په نهو لوبوسره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دغو لوبوکې د شهيد بلخي، عرفان، شاهين، آزادي، وحدت ، آزاده ګان ، رازي  او پيمان ټيمونو وکولى شول په خپلو سيالانو بريالي شي.
دغه راز د ذوالفقار او اشراق ټيمونو لوبه  په دوو ګولونو سره برابره پاى  ته ورسوله.
دفوتسال سيالۍ په هرات ولايت کې د ٢٤ټيمونوترمنځ پيل شوې دي.
ديوبل خبر له مخې: په هرات ولايت کې د تنکيو ځوانانو د جام دفوټبال جام سياليو په دريو لوبوسره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د څرګندونو له مخې: په لومړۍ لوبه کې د هرات ويب ټيم  دصفر په مقابل کې په پنځوسره د هرات باستان پر ټيم بريالى شو او په بله لوبه کې د ابو مسلم اوکوثر ټيمونوپه يوګول سره برابره او د استقلال او افغان ټيمونو له ګول پرته لوبه برابره پاى ته ورسوله .
  دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د ديرشو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته