ورزش

دهرات دتنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
له دولس کلنې څخه ښکته دتنکيو ځوانانو دفوټبال  سيالۍ نن په هرات ولايت کې په پنځو لوبو سره  دوام مومي .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده  په دغوسياليو کې دسرخ پوشانو ټيم له انصاري ټيم، د کهسان ټيم  له پامير ټيم ، دارش ټيم له جامي ټيم ، داريانا ټيم له افغان ټيم او داستقلال  ټيم له خراسان ټيم سره لوبې وکړي .
دغه سيالۍ دشلو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې وې او تراوسه پورې لس ټيمونه  خپلو سياليو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته