دهرات دبنديانودنه خوړوداعتصاب دوام .

کابل باختر دتلي ١٣:
دهرات دبنديانودنه خوړو اعتصاب خپلې اوومې ورځې ته ورسيد .
  دغه بنديان چې شميريې  لسګونوتنو ته رسيږي  له تيرې اوونۍ راپديخوا دهغه څه  په غبرګون کې چې دخپلو دوسيو نه څيړل کيدل  بولي  ، دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړي دي .
  دوى  دهيواد له نوې جمهور رييس څخه غواړي  چې لارښوونه وکړي چې ددوى دمحکوميت  څرنګوالي  بيا وڅيړل شي . او هم دې  ددغوبنديانو دوسيې  وڅيړل شي .
  يو له دغو بنديانوڅخه  چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  دباختراژانس خبريال ته وويل  زموږ دزياترو په باب  د محکمې حکم  ظالمانه دي او دغه راز هيڅکله  زموږ دوسيې  په شفاف ډول  نه دي څيړلي شوي .
  دغه بنديان چې په سياسي جرمونو بنديان دي ، دولت ته خبر داري ورکړى دى  که چيرې ددوى دوسيې  ونه څيړل شي اوهم  ددوى دمحکوميت دحکم څرنګوالي  بيا ونه کتل شي  ، دوى به هماغه شان خپلې اعتصاب ته دوام ورکړي .
په همدې حال کې دهرات ولايت  دمحکمې يو مسوول  وايي  دوى هلې ځلې کوي چې  دخبرو له لارې  دبنديانو اعتصاب  پاى ته ورسوي .
له بلې خوا  دهرات دجيل مسوولينو  دڅه ناڅه پنځلسو تنو  بنديانوروغتيايي حالت خراب وباله .
  دهرات په مرکزي روغتون کې  ډاکتران هم وايي  که چيرې دبنديانودنه خوړو اعتصاب  پاى ته ونه رسول شي  ددوى دځينو  دمړينې احتمال شته .
په هيواد کې دنوي  حکومت  په رامنځته کيدو سره  په بيلابيلو ولايتونوکې په سلګونو تنه بنديانو  په دې اميد چې دوسيې  يې  وڅيړل شي  اوددوى دمحکوميت حکم بيا وڅيړل شي  ، په اعتصاب لاس پورې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته