کابل باختر د وږي دريمه :
دهرات والي دملي او اسلامي ارزښتونو ددفاع په لاره کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ميړانې وستايلې .
دهرات والي محمد اصف رحيمي دظفر قول اردو له قوماندان جنرال نور الله قادري سره په پوځي روغتون کې دبسترو ټپيانو پوښتنه وکړه او په هغوى باندې مهرباني وکړه .
په پوځي روغتون کې بسترو ناروغانو او ټپيانو چې په تيرو ورځو کې دوسله والو مخالفينو او دافغانستان دخلکو له دښمنانو سره په مخامخ جګړو کې ټپيان شوي دي ټينګار کوي . چې دملي او اسلامي ارزښتونو دساتنې لپاره به مبارزه وکړي .
دظفر قول اردو د لومړى لوا د دويم کنډک ددويم ټولي قوماندان په داسې حال کې چې دواړه پښې يې د ماين دچاودنې له امله ټپيان شوي دي وايي هيله لري چې ډير ژر روغتيا ترلاسه او دجګړې ډګر ته راوګرځي .
له بله پلوه يو پوليس چې په بادغيس ولايت کې ټپى شوى دى دهرات دوالي دمهرباني له امله قدرداني وکړه او ويې ويل دبرياليتوبونو دفاع او دافغانستان دخلکو له دښمنانو سره مبارزه دى ته يو وياړ ده .
دهرات والي دپوځيانو سرښندنې او ميړانې وستايلې او ويې ويل د دښمنانو په وړاندې ستاسو مبارزه اوهلې ځلې دسيمې داستخباراتو دماتې سبب شوى دى
اوس دامنيتي او دفاعي ځواکونو ديرش تنه منسوبين او يوشمير ملکي وګړي دظفر قول اردو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل