دهرات داطلاعاتو اوفرهنګ دادارې دکارونو دڅيړنې پيل

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
دولايتي شورا، ولسي جرګي  اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ګډ هيئت  دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دبيلابيلو برخو داجرااتو څيړنه پيل کړه.
دغه هيئت چې ددوشنبې په ورځ دهرات ولايت ته رسيدلي دي داطلاعاتو اوفرهنک رياست دبيلابيلو څانګو دمسوولينو په غونډۀ کې يې  په زياتو فرهنګي فعاليتونو ټينګار وکړ.
داطلاعاتواو فرهنګ وزارت د داخلي پلټنې رييس صديقي باختراژانس ته وويل دهيئت داستوګنې په بهيرکې  داطلاعاتواوفرهنګ رياست کارونه څيړل کېږي  که  چېري فعاليتونه يې مثبت  وي وبه ستايل شي .
دولايتي شورا رييس  ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده هم دخلکو دغوښتنو دڅيړنې په لاره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې له امله دقدرداني په ترڅ کې زياته کړه  څارنه او څيړنه ددولتي ادارو په وړاندې  ددولت  له مهمو دندو څخه دي  چې ددولتي ادارو په نسبت  دخلکو دباور دجلبولوسبب کېږي .
ولسي جرګي دملي اقتصاد د کميسيون غړي فرهاد مجيدي په ادارو کې دمکافاتو اومجازاتو دفرهنګ  په رعايتولو  دټينګار په ترڅ کې دفرهنګي حالت  ښه والې يې  دمسوولينو دزياتي پاملرنې  غوښتنه وکړه.
هيئت دمدني ټولنو ، فرهنګيانو او ددغه رياست له بيلابيلو برخو له مسوولينوسره  په ولايتي شورا کې غونډه وکړه .
ددغې غونډې په بهيرکې  فرهنګيانو اودمدني ټولنو مسوولينو  دتاريخي ابداتو  دترميم ، بيارغاونې او څارنې په برخو کې داړتيا وړ بودجې  دنشتوالې   او دفرهنګي ميراثونو په فهرست کې دهرات  دشموليت په بهيرکې دځنډله امله  خپلې غوښتنې  وړاندې کړي.
دوى په همدې حال کې  دفرهنګي حالت ښه والې اوپه هيواد کې دفرهنګي اوداسلامي فرهنګ دساتلو په لاره کې هلې ځلې له خپلو مهمو غوښتنو څخه وبلل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته