امنیت

دهاوان ديوماين دلګيدو له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ټپيان شول

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دنيمروز ولايت  په خاشرود ولسوالۍ کې  داستوګنې په يوه کور دهاوان دماين دلګيدوله امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي دباخترآژانس  خبريال ته وويل : دغه ماين تيره شپه  دملي اردو دځواکونوله خوا  په تير وتنې سره داستوګنې په يو کور وتوغول شو چې دلګيدو له امله يې  ديوې کورنۍ شپږتنه غړي ټپيان شول  او کور ته زيان اوښتى  دى.
نورزي وويل ، په ټپيانو کې دوه نارينه ،. يوه ښځه او درې ماشومان شامل دي 
چې ددرملنې لپاره دولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته ليږدول شوي دي او
روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
دملي اردو ځواکونو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته