کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دبادغيس والي پرون په دغه ولايت کې دوسله والو مخالفينو له بريد څخه روغ رمټ پاتې شو خو په دې بريد کې دپوليسو يو افسر شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دبادغيس دوالي ويندوي عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل دبادغيس والي ددغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې په يوه غونډه کې ګډون کړى و چې ددغې غونډې په سيمې دوسله والو طالبانو له خوا دهاوانونو ډزې وشوې .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې دپوليسو يو افسر شهيد او دوه تنه نور سيمه ئيز پوليسان ټپيان شول خو د بادغيس والي احمد الله عليزي ته زيان نه دى اوښتى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ