ښوونه او روزنه

دنړۍ فيلسوف صديق افغان په هند کې کنفرانس جوړ کړ.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
دنړۍ فيلسوف محمد صديق افغان چې د درملنې لپاره دوست هيواد هندوستان ته تللى و هيواد ته راستون شو.
دنړۍ دفلسفي رياضي دڅيړنيز مرکز دفتر باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ. محمد صديق افغان په هند کې داستوګنې په وخت کې ددغه هيواد په روغتونونو کې په درملنې برسيره دفراغت په وخت کې دهند دپوهنتونونو له استادانو سره هم وکتل چې پروګرام يې په نوي ډيلي کې دافغانستان دلوى سفارت په نوښت جوړ شوى و .له دې جملې څخه دهند جمهوريت په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزې جغرافيې دفلسفې رياضي دتحليل او له افغانستان ، سيمې او نړۍ سره داړيکو دلرليد ترعنوان لاندې دنړۍ دفلسفې رياضي څيړنيز مرکز دکړو وړو په باب د درې ساعته کنفرانس چې په پنجاب پوهنتون پورې اړوندو انجنيرى او تکنالوژى دکالج آى – اى سي دکنفرانسونو په تالار کې ددغه هيواد د رياضي د ديپارتمنتونو د اتيا تنو رييسانو او استادانو په ګډون جوړ کړ.
په دې کنفرانس کې دنړۍ فيلسوف دبرخه والو له زياتې هڅونې او هرکلي سره مخامخ شو.
چې دموضوع په باب په نوې ډيلى کې دافغانستان دلوى سفارت له خوا دبهرنيو چارو او د لوړو زده کړو وزارتونو ته خبر ورکړ شوى دى.
دنړۍ دفلسفې رياضي څيړنيز مرکز په نوي ډيلي کې دافغانستان دلوى سفارت دمسولينو دعلم پالو همکاريو او زيار له امله چې په هند کې د ده داستوګنې په وخت کې کړې دي مننه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته