روغتیا

دنړۍ روغتيايي سازمان : په نړۍ کې په هرو څلويښتو ثانيو کې ځان وژنې

نيويارک نيوز نو  باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دنړۍ دروغتيايي سازمان دنوي  رپوټ له مخې : په نړۍ کې په هرو څلويښتو ثانيو کې  ځان وژنې .
دنړۍ روغتيايي سازمان  دځان وژنې دمخنيوي لپاره په خپل لومړني ر پوټ  کې  چې پرون خپور شو په نړۍ کې  دځان وژنې  دتيرو لسو کلونو معلومات څيړلي دي.
څيړنې دې  نتيجې ته رسيدلي دي چې په نړۍ کې په کال کې نږدې اته سوه زره تنه ځان وژنې .
دغه څيړنه  له پنځلس کلنۍ څخه تر ٢٩ کلنۍ پورې  دځوانانو دمړينې دويم  ستر علت  ځان وژنه بولي .
دځان وژنې کچه دهغو  کسانو ترمنځ  زياته کړه چې   له اويا کلونو  څخه زيات عمر لري .
په سلو کې  پنځه اويا ځان وژنه دهغو هېوادونو ترمنځ ده  چې ټيټ اويا منځنى عايد لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته