نړۍ

دنړۍ دکاتوليکانو مشر دماشومانو پرخلاف دبي ساري تاوتريخوالي دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه

واشنګتن اسوشتدپرس  باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دنړۍ دکاتوليکانو مشر  پاپ فرانسس  په منځني ختيځ  کې ديني  فشارونه او ځورونې  وغندلې   او دنړۍ په بحراني سيمو کې يې  دسولې غوښتنه وکړه.
اته اويا کلن پاپ فرانسس دغه رازدماشومانو پرخلاف دبې ساري تاوتخريوالي دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه.
پاپ  په دې اړوند په پيښور کې  په يوه ښوونځي  دطالبانو بريد ته اشاره وکړه چې له امله يې  يوسلو يو پنځوس تنه ښوونکي او زده کوونکي  ووژل شول.
پاپ دحضرت مسيح  دميلاد داختر دنمانځنې دمراسمو په پيغام کې څرګنده کړه  چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  ډيرې غم لړلې مسئلې شته .
ده  په عراق  ، سوريه ، اسراييلو، فلسطين ، اوکراين، ليبيا او دسودان په  جنوب کې بحرانونو ته اشاره وکړه .
پاپ دغه راز دماشومانو پرخلاف  دنامناسب چلند ، دايبولا دوژنکې ناروغۍ دمصيبت  او دجنين دسقط   ددوام په باب انديښنه څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته