سیاست

دنړيوالو له خوا دافغانستان دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دترسره کيدو هرکلى .

واشنګتن  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
  دامريکا متحده ايالاتو دافغانستان دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو ترسره کول ددموکراسۍ لپاره يو ارزښتناک  ګام وباله او هرکلى يې وکړ .
سپينې ماڼۍ دافغانستان دانتخاباتو له کميسيون څخه وغوښتل چې دخلکو درايو مشروعيت وساتي .
دباختراژانس دخبر له مخې،  دسپينې ماڼۍ  په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په راتلوونکو  اوونيوکې به دانتخاباتي کميسيونونوکار په خاصه توګه مهم وي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري هم ويلي دي چې په مليونونو تنو افغان ښځو او نارينه و په انتخاباتوکې په ګډون سره دافغانستان په تاريخ کې  لومړنۍ دموکراتيک بنسټ کيښود.
جان کيري په يوه وينا کې ويلي دي چې دامريکا متحده ايالات به اوس او په راتلوونکې کې دافغانستان دخلکو تر څنګ ودريږي او ددوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کولو ته به سترګې په لاره وي .
له بلې خوا په کابل کې دامريکا سفير جيميز کننګهام ويلي دي  دافغانستان خلکو يوځل بيا په سوله ئيزې او دموکراتيکې راتلوونکې خپله ژمنه عملي کړه ؛
جيمز کننګهام ديوې وينا په ترڅ کې   دافغانستان دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې دګډون له امله مبارکي ويلې ده .
  دناتو عمومي منشي هم دافغانستان دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې دخلکو دګډون هرکلى کړى دى او دايې دافغانستان دخلکو لپاره يوه تاريخي ورځ بللې ده .
اندريس فوګ راسموسن په  يوه وينا کې ويلي دي دافغانستان خلکو وښودله چې دخپلې راتلونکې په باب ژمن دي، راسموسن دغه راز دافغانستان امنيتي ځواکونه ستايلي دي او ويلي يې دي چې دوى له امنيتي ګواښونوسره سره خپله دنده په ښه توګه ترسره کړه .
راسموسن زياته کړې ده چې اوس دافغانستان دراتلوونکې لپاره مهمه ده چې دانتخاباتوبهير په شفاف او په باور وړ ډول  پاى ته ورسيږي .
له بلې خوا په کابل کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي  دراى ورکوونکو  انتخاباتي کارکوونکو او دافغانستان دامنيتي  ځواکونو رول ستايلى  دى او دانتخاباتو دترسره کيدو له امله يې مبارکي ويلې ده .
يانکوبش درايو په شميرنه او دغه راز دانتخاباتي شکايتونو په څيړنه کې دانتخاباتو دکميسيون شفافيت اوبې طرفي  مهمه بللې ده .
دکوبش مرستيال نيکولاس هيسم هم په کابل کې خبريالانو ته ويلي دي چې دا دافغانستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې په دغه هيوادکې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخابات ترسره کيږي هغه څه چې  دده په خبره په افغانستان کې ددموکراسۍ فرهنګ له پخوا زياته پياوړې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته