نړۍ

دنړيوالو رسنيو مشرانو د خبريالانو د ساتنې لپاره د اغيزمنو اقداماتوغوښتنه وکړه

پاريس ډي ډان   باختر د سلواغې د مياشتې  ١٧  :
دنړيوالو رسنيو مديرانو له حکومتونو څخه وغوښتل چې خبريالانو ته د دښمن په توګه ونه ګوري او له جګړو، جرمونو او اداري فساد څخه د خبرونو د برابرولو په بهيرکې دې دخبريالانو ښه ساتنه وکړي.
باختر آژانس د بهرنيو رسنيو له خولې خبر راکړ:
د نړيوالو رسنيو د مديرانو په غونډه کې د هغو کسانو بخښنه چې په خبريالانو بريدونه کوي او يا هغوى نيسي او وژني يې؛ تشريح شوه .
دغه رازپه دې غونډه کې مشرانو  په داسې وخت کې په حکومتونو په فشار او سخت مخالفت ټينګار وکړ چې په خبريالانو په يوه جنګي زون او يا په سوله ييز حالت کې بريدونه کيږي.
د اسوشتدپرس له خبري آژانس څخه جان دانيس ويسکي په دې کنفرانس کې  وويل: دا چې د چا له خوا ژورناليستان وژل کيږي؛ نيول کيږي؛ له ګواښ او تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي؛  له معمول څخه څو برابره زيات او په حقيقت کې  په ورځني کار بدل شوي دي .
په تيرو پنځه ويشتو کلونوکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د رسنيو ٢٢٩٧ تنه کارکوونکي او خبريالان وژل شوي او په تېرميلادي کال کې په درسته نړۍ کې  ١١٢ تنه خبريالان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته