دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې دامنيت ټينګښت دامنيتي ځواکونو دهڅو او هاندزيږنده دى.

کابل باختر دزمري دمياشتې ٧ :
کابل ښاريانودنيکمرغه کوچني اختر دويمه ورځ دسولې او امن په فضا کې تيره کړه.
دغه ښاريان وايي  چې دامنيتي ځواکونو په پياوړتيا باور لري  او دغه خوندي شرايط  ددغو ځواکونو دنه ستړې کيدونکو  هلوځلو زيږنده دي.
سره له دې چې  ددولت وسله والو مخالفينو دروژې دمبارکې  مياشتې په بهېرکې  څه يې چې په توان کې لرل  په هېواد کې   دامنيت دګډوډولو په لاره کې  وکارول  او خپلو بريدونو ته يې زور ورکړ  او زموږ په لسګونو تنه هېوادوال يې په وينو او خاورو  ولړل او لت پت يې  کړل .
هېوادوالو دنيکمرغه کوچني اختر لومړۍ  ورځ  له  کومې مهمې امنيتي پيښې پرته تيره کړه  .
کابل ښاريانو  چې دنيکمرغه کوچني اختر دويمه ورځ يې دامن په فضا کې او تر ښو امنيتي شرايطو لاندې تيره کړه ، دامنيت ټينګښت يې  دخپلو امنيتي ارګانونو  دمنسوبينو او په تيره بيا ددغه ښار په ګوټ ګوټ کې  دملي پوليسو  دپراخ شتون او نه ستړې کيدونکو هڅو اوهاند زيږنده وباله .
يو تن کابل ښاري عبدالسميع  دباخترآژانس خبريال ته وويل : دښار په بيلابيلو ساحو کې دامنيتي ځواکونو شتون دامنيت په نسبت دخلکو دباور سبب کيږي او دامنيتي ځواکونو  دغه شتون او ويښتيا دښمن ته ددې مجال نه  ورکوي چې په  وحشت او دهشت لاس پورې کړي.
ده څرګنده کړه چې خلک اوس  دامنيتي ځواکونو په تيره بيا  دامنيت په تامينولو کې دملي پوليسو په ځواکمنۍ باوري شوي دي اوپه دې پوه شوي دي چې  افغان ځواکونه  ددښمنانو زياتره  ډار اچوونکي پروګرامونه شنډوي.
دکابل يو بل اوسيدونکي عبدالقادر دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دهېواد
بادرکه بچيان دامنيتي ارګانونو په  چوکاټ کې ونډه لري او هغوى په  نه ستړې کيدونکي توګه دخپلو هېوادوالو دامنيت دتامينولو په لاره کې هر راز سرښندنې ته تيار دي اوپه يقيني توګه  چې دنيکمرغه کوچني اختر په دغو ورځو کې  دخلکو دامنيت تامينول ددغو ځواکونو دنه ستړې کيدونکو هلوځلو زيږنده دي .
ده ددولت   له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې  له دې زيات دې  دخلکو له  وژنې او ډار اچونې څخه لاس واخلي .  ځکه ددغه شان عملونوپه دوام سره دلوى  خداى  (ج )  له لعنت اودخلکو دکرکې  له ترلاسه کولو پرته بل څه نه شي ترلاسه کولاى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته