دنيکمرغه لوي اختر له امله دپوهنې دوزير پيغام

 

کابل  باختردلړم دمياشتې ٥ :

دپوهنې دوزير په پيغام کې چې ددغه وزارت له خواباختراژانس ته رسيدلي دي

دنيکمرغه لوى اختر له امله  ښوونکو ، زده کوونکو  ، د پوهنې کارکوونکو اودهيواد ټولو خلکو ته مبارکي ويل شوې ده .

په دې پيغام کې دابراهيمي سنت په اړوند داقدس الهي ذات له اوامرو داطاعت اوقرباني دفلسفي  دبيانولو په ترڅ کې ويل شوي دي  چې دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو اومدرسو دعمومي تعليماتو کلني ازموينې به ډير ژر پيل شي  او هيله کېږي چې زده کوونکې داختر په ورځو کې دخپلو دوستانو اوخپلوانو  دکتنې په ترڅ کې  خپلو لوستونو  ته هم جدي پاملرنه وکړي .

دغه راز  په پارلماني چارو کې ددولت دوزير ډاکتر همايون عزيزي ديو پيغام په ليږلو سره دنيکمرغه لوي اختر له امله  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي د جمهوري رياست مرستيالانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو رييسانو ،  دکابينې غړو  اودافغانستان مسلمان ملت ته مبارکي ويل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته