امنیت

دنيمروز ولايت دښوونکي دروزنې دانستيتوت دودانۍ دجوړولو کار پاى ته ورسيد .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې دښوونکي دروزنې دانستيتوت دودانۍ دجوړولو کار بشپړشوى دى .
دنيمروز ولايت دښوونکي دروزنې دانستيتوت  رييس فضل کريم  محمودي دباختر اژانس خبريال ته وويل  دښوونکي دروزنې دانستيتوت  تدريسي ودانۍ په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده  اوشل درسي خونې لري  اوددغه انستيتوت  دليليې ودانۍ په دريو پوړونو کې جوړه شوې ده او دڅلور سوه تنو محصلانوپه ظرفيت  شپيته خونې او د ډوډۍ  خوړلو خونه لري .
محمودي زياته کړه دغه ودانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت په مالي مرسته ديومليونو يوسلو پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتوکې جوړې شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل له دغو ودانيو څخه ګټه اخستنه دانګړ دديوال دنشتوالي په خاطر چې دپروژې برخه نه ده اودامنيتي مسئلو په دليل ځنډول شوې ده چې دانګړ د ديوال په جوړيدو سره به په ډيرلنډ ممکن وخت کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته