کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
ډاکترسيدولي سلطان چې دنيمروز دوالي په توګه ټاکل شوى دى په کار يې پيل وکړ .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په زرنج ښارکې جوړه شوې وه ډاکتر سيدولي سلطان چې دهېواد د جمهوررئيس د حکم له مخې دنيمروز دنوي والي په توګه ټاکل شوى دى له هغه وروسته چې ددغه ولايت منسوبينو ته ور وپيژندل شو په کار يې پيل وکړ.
په دغو مراسمو کې ددولتي ادارو يوشمير رئيسانو ، په ملي شورا اوپه ولايتي شورا کې دنيمروز ولايت يوشمير استازو او ددغه ولايت مشرانو ګډون کړى وو.
ډاکترسيدولي سلطان مخکې له دې دترانسپورت او هوايي چلند وزارت دپاليسۍ او پلان جوړولو دمعين په توګه دنده ترسره کوله .
1 د یوې دقیقې څخه لږ