دنيمروز دعدليې ادارې داداري ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دنيمروز ولايت دعدليې  رياست اداري ودانۍ ګتې اخستنې ته وسپارل شوه
دنيمروز دعدليې رييس عزيز الله بصير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ دعدليې وزارت له بودجې څخه د ٢٥ مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پنځه مياشتو کې جوړه شوه چې له نورو ضروري  ملحقاتو سره يې  ١٦ خونې لري .
ددغې ودانۍ   په پرانستلو کې   دپوځي اوملکي ادارو يوشمير رييسانو ونډه اخستې وه .
دنيمروز والي پوهندوى ډاکتر سيد ولي سلطان وويل چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره ددغه رياست کارکوونکو ته لازمې اسانتياوې  برابرې شوې دي او دحکومت والۍ په پياوړتيا، ددولت دقضيو  په حل کولواو حقوق پوهانواوخلکوته دمشورې دورکولو  په لاره  کې ښه رول  لري .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته