کابل باختر د کب نهه ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دجمهوري رياست دمرستيالانو دکابينې دغړو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو او دافغانستان دټول ملت په نامه دنوي کال او دلرغوني نوروز دجشن له امله باختر اژانس ته دمبارکي پيغامونه رسيدلي دي .
په دغو پيغامونوکې ددې تر څنګ چې د ١٣٩١ کال له امله دافغانستان خلکو ته د نيکمرغي ،برياليتوب ، سولي او دملي روغي جوړې هيله شوې ده دغه راز څرګنده شوې ده چې له يوکال څخه بل کال ته د کليزي بدلون دافغانستان خلکو دچارو مسوولينو ته ستر درس ورکوي چې دطبيعت په شان دنوي کولو لپاره هلې ځلې وکړي او په نه ستړي کيدونکو هڅو سره دهيواد لمن له جګړې ، دنشه يي توکو او اداري فساد له شتون څخه پاکه کړي .
دغه راز په پيغامونو کې نوي هوډ شوي دي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت د لوړو انساني هدفونو دتحقق په خاطر زياتي هلې ځلې وشي .
دغه پيغامونه دولسي جرګې درييس ، د اطلاعاتو او فرهنګ ، انرژي او اوبو ، لوړو زده کړو ، فوايد عامې ، ښار جوړولو دچارو ، سوداګرۍ او صنايعو ، کورنيو چارو ، دکرنې او اوبو لګولو ، ملي دفاع او دعامې روغتيا دوزارتونو دسولي دعالي شورا دمشرتابه هيئتونو د وسله وال پوځ دلوي درستيز ، لوى څارنوالي ، دافغانستان دعلومو اکادمي داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون ، داساسي قانون پر تطبيق باندى دڅارنې دکميسيون ، دکوچيانو دچارو خپلواک لوى رياست ، دکابل دخلکو دسراسر ي شورا ، دباختر اژانس دمشرتابه هيئتونو دبدخشان ولايت دوالي اومشرتابه هيئت ، په جاپان او ډاکه کې دافغانستان دسفيرانو دسيلاب قول اردو دقوماندانۍ ، دقلب اسيا دفرهنګي مرکز ، ميوند بانک او د تعليمي ، تحصيلي او مدني مرکزونو له خوا رارسيدلي دي