دنوى تعليمي کال او دتړل شوو ښوونځيو دبيا پرانستلو په هکله دافغانستان دجمهوررييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا .
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد الله رب العالمين وصلواۀ و سلام علي خانم النبين .
ګرانو هيوادوالو ، درنو خويندو او ورونواسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته .
ما دنوى تعليمي کال په مناسبت پخپلې ويناکې دتړلو مکاتبو دبيا خلاصون لپاره پر طالبانو غږ وکړ چې نوردهيواد دبچيانو دتعليم ، تخريب او ممانعت پريږدي او مه يې کوي ، دوطن دمحترمو ديني علمانو او سپين ږيرو موغوښتنه وکړه چې په دې لاره کې هڅه اومرسته وکړي او دپوهنې وزارت ته هدايت وشوچې سرله اوس څخه دې کار ته ملا ټينګه وتړي . هغو هيوادوالو چې دا وينا اوريدلې وه دتړلومکاتبو دبيا پرانستلو په ملاتړ يې داغوښتنه وه په دې برخه کې دعملى کار دپيل په خاطر زه يوځلې بيا په خپلو خبرو کې دا موضوع په تاکيدي ډول ياده کړم .
کرانو هيوادوالو !
زموږ دهيواد دمشکلاتو يوه عمده برخه بلکې ډيره عمده برخه داده چې تعليم مو لږدى يعني تعليم يافته په هغه توګه چې دنړۍ دنورو هيوادونو خلک دي موږ نه يواوهغه تعليم چې بايد ويې لرو نه يې لرو ، يعني داچې ددنيا دمعاصراو معمول تخنيک ته لاسرسي نه لرو ، دعلومو د پرمختيا لپاره مساعد اومناسب امکانات او شرايط هم نه لرو ، دوطن موجودومشکلاتو ته او اينده پرمختګ ته په پاملرنه موږ په تيرو يوولس کالو کې ډيره توجه دوطن دبچي تعليم او تحصيل ته وکړه او ترامکان زيات مو په دې لاره کې پرمخ ګامونه پورته کړل . خو ددې ترقي ترڅنګ په وروستيو څوکلونوکې دهيواد په ځينوسيمو کې دطالب له خوا اويا دطالب له نامه زموږ دبچيانو پرمخ مکاتب وتړل شول او په دې ډول په زرګونو کوچنيان او تنکي ځوانان مو له مکتب ، مدرسې تعليم او دسواد له زده کړې محروم شول .
خويندو اوورونو !
زموږ هغه بچي چې په دې ډول دمکتب اوتعليم څخه محروميږي دابچي نه يواځي دژوندتر پاپه بل ته محتاج پاتې کيږي بلکې زيان يې دټولې هيواد ترقي او پرمختګ ته رسيږي ، کورنى خونې بې له هغه هم ورسره برباد دي او دهيواد زيات شميراستعدادونه دغوړيدو پرته مړاوي کيږي او له ذکاوت څخه يې زموږ جامعه استفاده نه شي کولي ، ددې لپاره چې دخپل وطن بچي دبې تعليمي دناورين څخه خلاص کړو اوپه سرنوشت يې د پردو دلوبو مخه ونيسو،نو په کار دى چې له همدې لحظې په ډير قوي عزم او پياوړي ارادې او دچاله ويرې پرته چې ټول پردي دي دخپلو تړلومکاتبو دخلاصون لپاره عملا خپلې مټي کلکې راونغاړو او خپل اولاد دتعليمي محروميت څخه وژغورو .
درنو هيوادو والو !
په کومو ځايونوکې چې مکاتب بنددي دسيمې خلک بايد په بشپړ اتحاد او اتفاق دخپلو ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په مشوره اوحمايت فورا خپل مکاتب بيرته پرانيزي، دمعارف وزارت اومحلي ادارت مکلف دي چې دمکتب دوسايلو او ښوونکوترتيب بيرته ونيسي داابتکار په خپل لاس کې واخلي اومه پريږدي چې نورمو بچي ددين او دنيا له تعليم څخه محروم شي او تل دبې تعليمي او بدبختيو سره لاس اوګريوان يو، خپل مکاتب وساتي ،دمکاتبو ساتل زموږ وظيفه ده اودمکاتبو دتعليم استفاده زموږ حق دى، ديني اوانساني حق مو دى هغه کسان چې ستاسو داولاد اينده په تورتم بدلوي اومکاتب موبندوي دهغوي سره د ديني عالمانو ، سپين ږيرو اومشرانو په وسيله خبرې وکړي اوله دې ناوړه کارڅخه يې راوګرځوي او پوه يې کړي که چيرې موږ په راسخ عزم دخپلو مکاتبو دبيا خلاصون اراده وکړه دالله تعالى په مرحمت هيڅوک راسره دمقابلې توان نه لري هرڅو که دپردو زور ورسره وي داتوان به ونه لري داځکه چې موږدحق پلويان يو او دالهي احکامومطابق دعلم دترويج لپاره هڅه کوو الله تعالى دحق اواو سمې لارې مل وي هيله لرم چې دڅښتن تعالى په استعانت او ستاسو ګرانو هيوادوالو په مرسته په دې نوى تعليمي کال کې دهيوادټول بند مکاتب دوطن د اولاد پرمخ بيا پرانستل شي او رڼا پر تورتم غلبه وکړي .
تربلې وينا مو په مخه ښه ښاد او اباداوسئ ديوتعليم يافته ، پوه اورسيدلى او دځوانانو دقوت سره سم افغانستان دى خداى تعالى ژر راپه برخه کړي .