فرهنګ

دنوروز دجشن دلمانځنې په مقصد په ټول هيواد کې مشخص امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي

کابل باختردکب دمياشتې ٢٨ :

په داسي حال کې چې خلک دنوروز جشن  ته تياري نيسي  امنيتي مقامات وايي چې

 سر له نن څخه په کابل ، مزارشريف   اودهيواد په نورو سيمو کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.

دباختراژانس دخبرله مخې افغانستان له دوو ورځو ورورسته نوي پسرلۍ   دنوروز دلرغوني جشن په جوړولو سره نمانځې  ،  دنوي کال دجشن ډير ښه مراسم په کابل ښار او نورو ښارونو په تيره بيا په  مزارشريف ښارکې هغه ځاى کې  چې دشاه ولايتماب  حضرت علي (ک )مبارک علم پورته  کيږي  اوله هغه سره جوخت دنوي کال لرغوني ميله پيليږي ، امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي .

دبلخ والي استادعطا محمد نور وويل  :څه ناڅه پنځه زره تنه احتياطي امنيتي ځواکونه په بلخ او دهغه په ګاونډيو سيمو کې دامنيتي فعاليتونو دترسره کولو لپاره چمتو شوي دي .

دمزارشريف ښار دشاه ولايتماب دزيارت دمبارک علم دپورته کولو په ورځ ددريو کمربندونو په واسطه ساتل کيږي ، ټولو امنيتي ځواکونو د مزارشريف ښار اودهغه شاوخوا حساسي سيمې تر کنترول لاندې راوستي دي  او ښار  سره مواصلاتي لاري دپوليسو تراداري لاندې راغلي دي.

دبلخ والي وويل امنيتي تدبيرونه يوازي په مزارشريف  اوبلخ ولايت کې نه بلکي  په سمنګانو او جوزجان ولايتونو کې هم امنيتي ځواکونه دتيارسي په حال کي  دي اوله هرډول امنيتي ستونزې سره مقابلي ته تياري دي. دغه راز هوايي ګزمي به هم ترسره شي .

استاد عطامحمد نور زياته کړه دميلمنو داستوګنې لپاره چې له نورو سيمو اوښارونو څخه مزارشريف ته ځي اسانتياوي برابرشوي دي او دښار دپاکولو پروګرام دغه راز دوام لري .

دکابل امنيتي چارواکي وايي څه ناڅه دولس زره پنځه سوه تنه امنيتي  ځواکونه په کابل ښار اوشاوخوا امنيتي دندو ته چمتو دي .

ټاکل شوې ده په کابل کې دنوروز ميله سخي زيارت  اوکابل منډوي کي په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي .

په دي ترڅ کې دکرنې او اوبولګولو  وزارت له خوا په بادام باغ کې يو نندارتون جوړيږي.

دآسمايي زون دقوماندانۍ دامنيتي برخي مرستيال جنرال محمد داوود دباختراژانس خبريال ته وويل  ، ديکشنبې له ورځې څخه په کابل  اودهغه په شاوخوا کې امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي تفريحي سيمې  اودکابل ساحي  ترامنيتي پوښښ لاندې نيول شوي دي او دګزمي واحدونو په ښارکې په فعاليت پيل کړي دي.

له بلي خوا دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي مسوولين وايي چې امنيتي تدبيرونه  يوازي په کابل اوپه مزارشريف پورې منحصر نه دي پوليسو په ټول هيواد کې مشخص تدبيرونه نيولي دي چې زموږ هيوادوال وکولاي شي په ډاډمنه توګه دنوروز ميله پرځاى کړي .

دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس جنرال  رجب دباختراژانس خبريال ته وويل دسالنګونو دساتنې اوڅارنې  کارکوونکو ځانګړي تدبيرونه ترلاسه لاندي  نيولي دي  چې دغه لويه لاره په  هر راز شرايطو کې دترافيکو پرمخ پرانستي وي   او دترافيکو په بهيرکې ګډوډي رامنځته نه شي

ده وويل  د کورنيو چارو له وزارت څخه  امنيتي واحدونه  اودعامې روغتيا وزارت څخه  روغتيايي ټيمونه  دسالنګ په لويه لاره کې موظف  شوي دي  چې په حساسو وختونو کې  دسپرليو مرستې ته ورودانګي .جنرال رجب  دسالنګ په لويه لاره کې دوسايطو تګ راتګ دهيلي پرخلاف وباله  او ويي ويل  چې يوازي نن ديکشنبې دورځې ترغرمې پورې نږدي  شل زره ليږدونکي وسايط  دسالنګ له جنوب  څخه دشمال په لور تللي دي .

ددغه حالت دوام دسالنګونو موظفين  اوکارکوونکي  خوځښت ته اړباسي .

اوپه ښه توګه په دي لويه لاره کې  دترافيکو دکنترول په مقصد تصميم نيول شوي دي  چې  دنيمه بار وړونکو وسايطو  تګ راتگ  د ١٣٩١ کال  دوري دمياشتې  تردريمې نيټي پورې  اودټيلري وسايطو تګ راتګ دوري دمياشتي  ترپنځمې نيتې  پورې وځنډول شي .

دفوايد عامې وزارت  مقامات وايي  دسالنګ په لويه لاره کې دترافيکي ستونزو دکمښت په مقصد  پنځو مسافروړونکو الوتکو دهيواد له بيلابيلو هوايي کرښو څخه  دکابل  او مزارشريف ترمنځ ځانګړي هوايي کرښه جوړه کړي ده  چې مسافران وکولاي شي په ډاډ سره  مزارشريف ته سفروکړي.

په داسي حال کې چې مقامات دنوروز ددوديزې ميلي  دپرځاى کولو په مقصددلازمو اسانتياو دبرابرولو خبري کوي  داسي شکايتونه هم شته  چې ددي څرگندوي دي  چې په مزارشريف ښارکې  په وروستيو ورځو کې  داړتياوړ لومړنيو توکو  بيي ،کورونو اوهوټلونو کرايه لوړه شوي  ده  .

دغه راز باروړونکو  وسايطو ته داجازي نه ورکول  په کابل کې دګازو په ګډون  داړتيا وړ لومړنيو توکو دبيو دلوړوالي سبب شوي دي .

خلک  دنوروز  دميلي  دپرځاى کولو په درشل کې   دښه امنيت دتامينولوپه مقصد دنيول شويو تدبيرونو هرکلي کوي  خو هيله لري   چې دغه شان تدبيرونه  داړتياوړ لومړنيو توکو دبيو دلوړيدو په گډون  دنورو ستونزو درامنځته کيدو سبب نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته