امنیت

دنورستان والي له يوه تروريستي ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو

کابل باختر دليندي اتلسمه :
دنورستان د والي تميم نورستانى د سپرلۍ په کاروان نن دغرمې په شاوخوا کې د نورګرام ولسوالۍ په تګلوري کې د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو.
په دې پيښه کې د والي سکرتر او يوساتونکى يې ټپيان شوي دي.
د نورستان والي دباخترآژانس له خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل چې په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل چې د ځينو سيمه ئيزو ادارو د څيړنې او له قومي مشرانو سره دکتنې لپاره د نورګرام ولسوالۍ ته روان و چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.
د نورګرام ولسوالۍ يوه سخته سيمه ده چې له لغمان ولايت سره په پوله کې پرته ده.
دغه لاره د تروريستي ډلو په شتون او فعاليت سره تل نا امن بلل کيږي.
دا په وروستيو دوو کلونوکې د نورستان د والي پرخلاف دريم ناکام بريد دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته