امنیت

دنهو ولايتونو واليانو دشمال امنيتي حالت وڅيړه .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دشمال دنهو ولايتونو واليانو او امنيه قوماندانو نن په بلخ ولايت کې ديوې غونډې په ترڅ کې ددغو ولايتونو امنيتي حالت وڅيړه  .
په دې غونډه کې ددغو ولايتونو په  واليانو او امنيه قوماندانانو سربيره د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس محمديوسف نورستاني هم ګډون کړى و .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمي ويسا  باختر آژانس ته وويل :         په انتخاباتو کې احتمالي چلنجونه او ګواښنه وڅيړل شول او  دحل په خاطر يې تصميمونه ونيول شول .
په دې غونډه کې ددغو ولايتونو امنيه قوماندانانو په خپلو ولايتونو کې دامنيتي حال په باب مهم ټکي وړاندې کړل .
جنرال ويسا وويل : تراوسه پورې دشمال دنهو ولايتونو يو سلو څوارلسو ولسواليو ته درايې  ورکولو صندوقونه ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته