دنهو روزنيزو پروژو دکار پيل
کابل باختر دلړم څوارلسمه
دسولې دعالي شورا له خوا د نهو حرفوي پروژو کار په کندز ولايت کې پيل شو
ويل کېږي چې په دغو پروژو کې زر تنه دکار په زده کړي لاس پوري کوي .
دقندز ولايت دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو رييسې معصومي يقين باختر اژانس ته وويل په دغو پروژو کې ترکاڼې ، دچرګانوروزنه ، دنلونو غځول، دغاليو اوبدل پښګري ، دموټرتخنيک ، حلبي جوړول ، بريښنا او ستنې کنډل شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو پروژوشپږ مليونه افغاني لګيږي چې دسولې دعالي شورا له خوا تمويليږي
معصومي يقين زياته کړه چې ددغو پروژو کار دچاردري ، علي اباد ، امام صاحب او ددشت ارچې په ولسواليو کې پيل شوي دي .
ديقين دڅرګندونو له مخې دغه پروژي له يوې خوا دمسلکې پوهې دکچې په لوړولو او له بله پلوه دکورنيو دمالي بنسټ دپياوړتيا لپاره اغيزمن رول لوبوي .