امنیت

دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٣ :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون په  فارياب ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونوپه
عملياتو کې  ووژل شول .
دغه عمليات  د فارياب ولايت دخواجه سبزپوش ولسوالۍ په  مربوطاتو کې پيل شوي دي.
دخواجه  سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي  د باخترآژانس  خبريال ته وويل:     د وسله والو  طالبانو دځپلو په موخه  ددغې ولسوالۍ په قره شيخې سيمه کې پيل شوي دي چې له امله يې  تراوسه پورې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر پاکولو پورې  دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته