فرهنګ

دننګرهار په يوه تاريخي غونډۍ کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کيندنې پيل شوې .

کابل باختر د لړم څلورمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دننګرهار ولايت په يوه تاريخي غونډۍ کې کيندنې پرون پيل کړې . دسبز اباد غونډۍ دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې موقعيت لري او دلرغونپوهانو دڅرګندونوله مخې ، دزاړه ښار يوه برخه تر خاورو لاندې ده . تراوسه پورې ددغې غونډۍ او په هغې کې دپاتې شويو اثارو لرغونتيا معلومه نه ده خو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت لرغونپوهان هيله لري چې کيندنو او داثارو دراسپړلو او را ايستلو په بهير کې په دې برخه کې زيات معلومات ترلاسه کړي . داطلاعاتو اوفرهنګ و زارت فرهنګي معين پوهاند محمد رسول باوري دجلال اباد ښار دسبز اباد په تاريخي غونډۍ کې دکيندنو دپيل په وخت کې وويل داښايي دسبز اباد په غونډۍ کې زموږ دلرغونپوهانو کيندنې کلونه کلونه دوام ومومي . خو موږ له هغې څخه دسترو تاريخي خزانو دترلاسه کولو هوډ لرو . په لومړي ګام کې دلرغونپوهانو کيندنې به دوه مياشتې دوام ومومي . باوري وايي چې دغه کيندنې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهانو تر نظر لاندې دبومي استخدام شويو کارګرانو په واسطه ترسره کيږي . دجلال اباد ښار دسبز اباد په تاريخي غونډۍ کې دکيندنودکار لپاره دسيمې له اوسيدونکو څخه ديرش تنه کارګران استخدام شوي دي . په دغه ختيځ ولايت کې به نور تاريخي او ښکلي ابدات او ودانۍ وساتل شي دننګرهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس اورنګ صميم باختراژانس ته وويل هغه اثار چې دسبز اباد له تاريخي غونډۍ څخه ترلاسه کيږي په دغه ختيځ ولايت کې په سراج الامارت او په نورو تاريخي او ښکلو ودانيو کې ساتل کيږي . دجلال اباد ښار ته څيرمه دسراج الامارت تاريخي مانۍ چې دامير عبدالرحمن خان له خوا دخپلې واکمنۍ دپرمخبيولو لپاره جوړه شوې وه ،دغازي امان الله خان دسلطنت په وخت کې دتاوتريخوالي له امله اور ورته واچول شو . داپه داسې حال کې ده چې دسراج الامارت دترميمولو کار هم دوام لري . په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لرغونپوهان وايي چې ښايي دسبز اباد په تاريخي غونډۍ کې دکيندنو او په هغې کې داثارو دراسپړلو او را ايستلو کار له پنځو څخه تر اوو کلونو پورې دوام ومومي . دا دجلال اباد په تاريخي ښار کې له پنځه پنځوسو کلونو وروسته دکيندنو دويم پړاو دى . پنځه پنځوس کاله مخکې دافغانستان دوخت حکومت دلومړي ځل لپاره په شتر تيپې په کيندنو لاس پورې کړ او دهغې داثارو دساتنې لپاره يې په هماغې سيمه کې موزيم جوړ کړ له شتر تيپې څخه ترلاسه شوي اثار هم دافغانستان د ارزښتناکو خزانو څخه ګڼل کيږي . ننګرهار دافغانستان دنورو سيمو په شان دتاريخ په اوږدو کې دزياتو تمدنونو ډګر دى له هغه څخه ترلاسه شوي اثار ددغې ادعاثبوت دى .ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته