-کابل /دلندې لومړى / باختر :
په داسې حال کې چې دننګرهار په شيرزاد ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عمليات اوس هم دوام لري ، پوځيان خلکو ته ډاډ ورکوي چې دپوځي قرارګاو په جوړولو سره به دهغوى تر څنګ پاتې شي.
لاتراوسه پورې دشيرزاد په ځينو سيمو کې دډار اچوونکو د شتون احتمال شته او پوځيان هڅه کوي چې دغه برخې هم ددغو جګړه مارانو له شتون څخه پاکې کړي .
له بلې خوا هم دډار اچوونکو په تېره بيا دداعشيانو له شتون څخه دشيرزاد په پاکو شويو برخو کې دپوځي قرارګاو دجوړولو بهير دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دننګرهار په شيرزاد کې ديرش سلنه طره شوې قرارګاوې جوړې شوې دي او دنورو قرارګاو دجوړولوکار دوام لري .
هغه وويل چې دپوځي قرارګاو دجوړولو لپاره مو د خلکو دغوښتنې درناوى کړى دى او دپوځيانو په ځاى پرځاى کولوسره شيرزاد ته دډار اچوونکو دبيا ستنېدو داحتمال مخه نيسو .
په شيرزاد کې مېشت کليوالي اوسيدونکي دپوځي قرارګاو دجوړولو او ددوى په سيموکې دپوځيانو له ځاى پرځاى کېدو څخه خوښ دي او وايي چې دخپلو پوځيانو ترسيوري لاندې کولاى شي په هوساينې سره ژوند وکړي .
دغه کليوالي اوسيدونکي له دې امله چې دډار اچوونکو ډلو ترسيوري لاندې دشيرزاد په ځينو سيمو کې دبيا رغاونې اوحکومتوالى بهير په ټپه دريدلى و غمجن و او اوس له حکومت څخه غواړي چې دشيرزاددپرمختيا او دهغه اوسيدونکو ته دخدمتونو دوړاندي کولو لپاره اقدام وکړي .
په همدې حال کې دجمهور رييس محمد اشرف غني په لارښوونه ټاکل شوې ده په ننګرهار کې دداعشيانو او طالبانو له شتون څخه په پاکو شويو ساحوکې په لسګونو پرمختيايي پروژې پلې شي .
ختم_ عطاالله_اکرم
0 1 دقیقه لوستل