امنیت

دننګرهار ولايت يو تن اوسيدونکى له ځانمرګې بريد څخه مخکې ونيول شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دننګرهار ولايت يو تن اوسيدونکي چې غوښتل دکونړ په وټه پوره کې ځانمرګى بريد وکړي دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شو.
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
ددغې ادارې موظفينودځانګړو عملياتو په بهيرکې د خلوت په  نامه يو تن   چې دننګرهارولايت دمهمند درې د ولسوالۍ اوسيدونکې دى  او غوښتل يې دکونړ ولايت دوټه پورې په  به بيز ځانمرګې بريد وکړي نيولى دى .
نيول شوي شخص  دابتدايي تحقيقاتو په بهير کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې د نوراکبر او دعبدالباقي په نومونو دطالبانو د ډلې دقوماندانو له خوا د دغې ډلې ليکوکې جذب او دځانمرګو بريدونو د واسکټونو داستفادې  زده کړې  يې له پولې اخوا په تروريستي مرکزونو کې کړي دي  او دکونړ په  وټه پورې بيزيې  دځانمرګې بريد نيت درلود چې له بريد مخکې دملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته